English
A Proud Sports Achievement
To the honorable members of Afghan National Cultural Society - ANCS: Alhumdulillah,
once again, Afghan youth have shined in the field of sports.
In Vancouver, the BCMA organization hosted the BCMA Indoor Volleyball Tournament, with
multiple teams taking part. Each team played five matches, and in the end, the Afghan
team proudly secured the first position.
During these competitions, the leadership of ANCS, along with many fellow Afghans,
attended to show support and encouragement to the players. This victory is not just a
success for one team, but a source of pride for all Afghans. We congratulate everyone
on this achievement and wish our young athletes continued success.
ANCS has always supported all sports and cultural activities within the community and
believes that such competitions not only enhance the physical abilities of our youth but
also strengthen unity, cooperation, and brotherhood among them.
We are proud of our talented youth and remain committed to supporting them in every way.
With respect,
Afghan National Cultural Society - ANCS
Vancouver, Canada
پښتو
د افغان ځوانانو ورزشي بریا
د افغان ملي کلتوري ټولنې محترمو غړو ته سلامونه او نیکې هیلې!
الحمدالله، لکه تل چې افغان ځوانان د سپورت په ډګر کې د بریا بیلګې وړاندې کوي، دا ځل
هم زموږ ویاړلي لوبغاړي وځلېدل. په ونکوور ښار کې د BCMA ادارې لخوا د والیبال ژمنیو
سیالیو (BCMA Indoor Volleyball Tournament) ته تنظیم شوې وې، چې پکې ګڼو ټیمونو برخه
اخیستې وه. هرې لوبډلې پنځه لوبې ترسره کړې، او په پایله کې زموږ افغان لوبډلې د ټولو
ټیمونو له منځه لومړی مقام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې د افغان ملي کلتوري ټولنې مشرتابه ترڅنګ ګڼ شمېر افغانان د خپلو
لوبغاړو د تشویق لپاره راټول شوي وو. دا بریا یوازې د یو ټیم نه، بلکې د ټولو افغانانو
ویاړ دی. موږ خپلو ځوانانو ته مبارکي وایو او هغوی ته د لا زیاتو بریاوو هیله لرو.
افغان ملي کلتوري ټولنه نه یوازې د خپلو ځوانانو دا لاس ته راوړنه ستايي، بلکې تل یې
د ټولنې د سپورتي او کلتوري فعالیتونو ملاتړ کړی او همدارنګه دې ته به په راتلونکي کې
هم ادامه ورکوي. موږ پدې باور یو چې دا ډول سیالۍ نه یوازې زموږ د ځوانانو فزیکي
وړتیاوې پیاوړې کوي، بلکې د یووالي، همکارۍ او ورورولۍ روحیه هم قوي کوي.
موږ په خپلو ځوانانو ویاړو، او د هغوی هر اړخیز ملاتړ ته چمتو یو.
په درنښت
افغان ملي کلتوري ټولنه
ونکوور، کاناډا
دری
افتخارآفرینی جوانان افغان در ورزش
به اعضای محترم جامعه ملی و فرهنگی افغان سلامها و بهترین تمنیات ما را بپذیرید!
الحمدلله که جوانان افغان بار دیگر در میدان ورزش افتخار آفریدند. در شهر ونکوور،
اداره BCMA مسابقات زمستانی والیبال (BCMA Indoor Volleyball Tournament) را برگزار
کرد که تیمهای متعددی در آن شرکت داشتند. هر تیم پنج مسابقه انجام داد و در نهایت
تیم افغان موفق شد مقام نخست را به دست آورد.
در این رقابتها، رهبری جامعه ملی و فرهنگی افغان همراه با شمار زیادی از هموطنان عزیز
برای حمایت و تشویق بازیکنان حضور داشتند. این پیروزی نه تنها موفقیت یک تیم، بلکه
افتخاری برای همه افغانهاست. ما این دستاورد را به همه تبریک گفته و برای جوانان عزیزمان
موفقیتهای بیشتر آرزو داریم.
جامعه ملی و فرهنگی افغان از تمامی فعالیتهای ورزشی و فرهنگی جامعه حمایت کرده و باور
دارد که چنین رقابتهایی نه تنها تواناییهای جوانان ما را تقویت میکند، بلکه همبستگی،
اتحاد و روحیه همکاری را نیز در میان آنان مستحکم میسازد.
ما به جوانان توانمند خود افتخار میکنیم و همواره آماده حمایت از آنان هستیم.
با احترام
جامعه ملی و فرهنگی افغان
ونکوور، کانادا