Serving Afghans across British Columbia
← Back to events

August 20, 2025 · Vancouver, British Columbia

Afghan Independence Day Celebration

Afghan National Cultural Society gathered with community members, elders, youth, families, cultural organizations, and public representatives to mark the 106th anniversary of Afghanistan's independence.

English

Thank You to Our Community

Afghan National Cultural Society extends sincere thanks to all respected elders, youth, gentlemen, ladies, families, and community members across Vancouver who joined us for the celebration of the 106th anniversary of Afghanistan's independence.

We are grateful to everyone who attended, shared advice, supported the planning, and stayed with us until the end of the program. Your presence and support were the foundation of this successful celebration. With your continued love and participation, we believe this society will grow into a leading and widely respected Afghan community organization across Canada.

We also thank members of the B.C. provincial parliament, municipal representatives, Afghan Sikh and Hindu community representatives, cultural organizations, community leaders, settlement organization members, Afghan women and families, and the Afghan youth who helped with program order, discipline, and transporting equipment.

Long live Afghanistan. Afghan National Cultural Society, Vancouver, British Columbia.

پښتو

د ټولنې له ملاتړ څخه مننه

ټولو ونکوور مېشتو درنو مشرانو، کشرانو، ښاغليو او آغليو ته: السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

اجازه راکړئ له تاسې ټولو څخه غرونه غرونه مننه وکړم چې د افغانستان د استقلال د استرداد د ۱۰۶ مې کلیزي په لمانځونډه کې مو له موږ سره په پراخه کچه ګډون کړی و، مونږ ته مو د جشن د لمانځلو په اړه مشورې راکړې وې او تر پایه مو زمونږ ملتیا وکړه. ستاسې ملتیا زمونږ د کامیابي راز و. ان شاءالله ستاسې پراخه ملاتړ او مینه به دا ټولنه د کامیابی لوړو درجو ته رسوي او د کاناډا په کچه به مخکښه او ټولمنلې ټولنه ورڅخه جوړوي.

د بي سي د ولایتي پارلمان له غړیو، د ښاروالی له غړیو، د افغان سکهانو او اهل هنودو وروڼو له استاځو، د مختلفو کلتوري نهادونو او افغان ټولنې له درنو مشرانو؛ ښاغلي استاد عبدالفتاح صمیم، ښاغلي شرف الدین کټوازي، افغان جنرل کونسل ښاغلي رامین معنوي، حاجي صاحب امیر خان، عظیم خان لالا، محمد یحیی بشردوست، ښاغلي حمیم الله مشفق، حاجی صاحب عبد الخالق، ښاغلي راتب رحیمی، ښاغلي سلطان فیضی، د سټلمنت ادارو له غړیو هر یو آغلې نیټو، ښاغلي لطف الله بهزاد، ښاغلي جهانګیر میاخیل، ښاغلي خان لالا، میرمن روشن سیرن، میرمن فرشته فرح، او له ټولو افغان میرمنو او کورنیو چې په دې جشن کې یې پراخه ګډون کړی و، او د افغان ځوانانو چې د پروګرام په نظم او ډسپلین او د وسایلو په انتقال کې یې له موږ سره لاس کړی و، د زړه له تله مننه کوم.

همدارنګه د افغان مېرمنو د ارزښتناکه حضور او د افغان ځوانانو د منظمې ونډې لپاره چې د پروګرام په نظم، دسپلین او د وسایلو په انتقال کې یې مرسته وکړه، ځانګړې مننه کوو.

تل دې وي افغانستان
پاینده باد افغانستان
افغان ملي کلتوري ټولنه
ونکوور، برټش کولمبیا!